انصار: (د وری23مه)، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک وايي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په اړه هڅې روانې دي.
دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو بهیر روان دی، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
د ملګرو ملتونو دغه ویاند وویل چې په دې اړه نور پرمختګونه به ژر خپاره کړي، خو دقیقه نېټه یې ونه ښوده.
خو د طالبابو حکومت د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکل کېدو مخالف دي او وايي چې د یوناما په موجودیت کې د بل استازي د ټاکلو اړتیا نه شته.
د طالبانون حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوجاریک له څرګندونو وروسته ویلي چې د نوي استازي ټاکلو ته ضرورت نه شته.
فطرت له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان اوس له جګړه ییز او بحراني حالت راوتلی دی او اړتیا نشته چې ملګري ملتونه د یوناما په شتون کې استازی وټاکي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې له طالبانو حکومت سره د تعامل د یوه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو وړاندیز شوی و.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31042